مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملي امنیت شورا د افغان پوځ ټولو قول اردوګانو ته د شدیدو امنیتي احضاراتو امر کړی دی

احمد فیصل
د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د امنیتي وضعیت تر اروزولو وروسته د امنیتي پوستو د پياوړتیا او د افغان ځواکونو د تجهیز اصلاحي طرحه تصویب شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیت شورا اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د ټول هېواد قول اردوګانې باید شدید احضارات ونیسي او له نوې طرحې سره سم دې د پوستو د پیاوړتیا او د ګواښونو د دفعه کولو په برخه کې عملي اقدامات وکړي. امنیت شورا دغه راز په ناامنه سیمو کې په ځانګړو عملیاتو کې د ملکي خلکو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery