مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هاشمي: د افغان حکومت دروازې هر وخت د سولې د خبرو لپاره خلاصې دي

احمد فیصل
افغان حکومت وايي شخړې د سولې په خبرو هوارېږي له همدې کبله د حکومت دروازې هر وخت د سولې خبرو لپاره خلاصې وې. د ولسمشر اشرف غني مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي دا خبرې د امريکا او پاکستان د مشرانو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې چې له طالبانو يې غوښتي له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي. هغه زياته کړه، دولت له هغو افغانانو سره د سولې خبرې کوي چې وسله پر ځمکه ږدي، د پرديو د ګټو لپاره نه جنګېږي او د افغانستان شرايطو ته درناوى ولري. هاشمي يو ځل بيا له پاکستان څخه غوښتي چې په خپله خاوره کې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات وکړي چې د افغانانو پر ضد ترهګريزې کړنې ترسره کوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery