مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-24   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار : د عاشورا د ورځي په وير کي (۱۶۵۰۰۰) سي سي وينه ټوله سوه .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
په کندهار کي د عاشورا په مناسبت يو لک او پنځه شپېته زره (۱۶۵۰۰۰) سي سي وينه د ميرويس روغتون د ويني بانک ته ورکول سوه.
د عاشورا په ورځ د وينې د ورکولو غوښتنه څو کاله مخکې د پخواني ولسمشر مرستيال کريم خليلي وکړه او له هغې ورځي وروسته په کرار کرار د محرم په مياشت کې د ماتم د مراسمو اصلي برخه وګرځېده. اوس په کندهار کي د عاشورا د مراسمو پر مهال هر کال په زرونه سي سي وينه دولتي روغتون ته ورکول کيږي. د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي چي د سږکال د عاشورا په ورځ يې ۳۳۰ خلطې وينه ټوله کړې ده. پخلا وايي ، چي ۳۳۰ خلطي وينه چي ۱۶۵۰۰۰(يو لک او پنځه شپيته زره) سي سي کيږي د ميرويس روغتون د امام حسين (رض) بانک ته ورکول سوې ده. د يادوني وړ ده چي ولسمشر غني هم د عاشورا د ورځي په مناسبت په خپل پيغام کي د ويني ورکولو سپارښتنه کړې ده. همداراز دغه ورځ د قران کريم په ختمونو او ويناوو سره هم ولمانځل سوه . د امام بارګاه ملا امام اغا نوري په خپلو خبرو کي دعاشورا د لسمي ورځي د درنښت او د کربلا د يښي په اړه تر معلوماتو وروسته د مسلمانو پر يووالي ټينګار وکړ. د دغو مراسمو لپاره په کندهار کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي وه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery