مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-24   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

وسلوالو طالبانو د داعش ډلې په وسلو بار درې ګاډي ګرځولي دي .

نسيم کندهاری
په سويلې ولايت زابل کي وسلوالو طالبانو د اسلامي دولت (داعش ) پورې تړلي په وسلو بار درې ګاډي ګرځولي . دا درې ګاډي د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ څخه د زابل ارغنداب ولسوالۍ ته په لاره وه او داعش وسله والو ته يي سپکي او درنې وسلې ليږدولې ، چي د وسله والو طالبانو له لوري د ارغنداب ولسوالۍ د اختر په سيمه کي طالبانو درولې او اوس هم د طالبانو سره دي . د شاجوي ولسوال حاجي وزير جوادي د دې خبر پخلی کوي او وايي ، چي د دواړو ډلو تر منځ نښته هم رامنځته سوې ده خو د مرګ ژوبلې په اړه يي معلومات نسته . جوادي وايي چي دا مهال د شاه جوۍ ولسوالۍ پنځوس تنه قومي مشران او ديني عالمان د دواړو ډلو تر منځ د رامنځ ته سوي شخړي منځګړيتوب کوي . وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر دې مهاله په دې اړه رسنيو ته هيڅ نه دي ويلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery