مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په بغلان کې د غالیو تولید ۹۰ سلنه کم شوی

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
په بغلان ولایت کې د غالیو اوبدونکي وايي حکومت له دغه صنعت څخه ملاتړ نه کوي.دوی وايي د پلور لپاره د مناسب بازار نه شتون او د بې کیفیته خامو موادو وارداتو د دغه صنعت د ودې مخه نیولې ده. غالۍ اوبدونکو له دولت څخه غوښتي چې د غالیو د صنعت د پراختیا لپاره دې په کور دننه او بهر کې د هغوی د پلور لپاره زمینه برابره کړي. د کلید راډیو د راپور له مخې په بغلان کې د غالۍ اوبدونکو د ټولنې مشر محمد طاهر ویلي:« په تېرو اوو کلونو کې په بغلان کې د غالیو د اوبدلو پنځه کارخانې فعالې وې چې د ورځې یې زر متره غالۍ تولیدولې؛ خو اوس د دغه صنعت د ودې لپاره د حکومت نه د پاملرنې له کبله د ورځې یوازې ۱۰۰ متره غالۍ تولیدېږي.» غالۍ د افغانستان یو له لرغونو او ګټور صنایعو ګڼل کېږي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له رکود سره مخ دی. د افغانستان غالۍ د په زړه پورې رنګونو، ښکلو طرحو او کلکوالي له کبله په نړیواله کچه مهشورې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery