مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هند ۳۵ کومانډو ځواکونه را لېږي تر څو د خپل سفارت امنیت یې خوندي کړي

احمد فیصل
هند غواړي چې په افغانستان کې د خپل سفارت او کونسلګریو د امنیت د ټینګښت لپاره افغانستان ته ۳۵ کومانډو ځواکونه راولېږي. په افغانستان کې د هند پر سفارت او کونسلګریو څو ځلې بریدونه شوي دي. د هند – د سرحدي پولیسو قوماندان کریشنا چودري ویلي د ۳۵ کومانډو ځواکونو ډله به ژر په الوتکه کې کابل ته واستول شي څو په کابل کې د هند د سفارت او په جلال اباد، مزارشریف، هرات او کندهار کې د هند د کونسلګریو د موجودو ساتونکو ترڅنګ د دغو دیپلوماتیکو مرکزونو امنیت لا ټینګ کړي. د نیو انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې داسي تصور شته چې په کابل کې د هند سفارت له ګواښ سره مخ دی او همدا علت دی چې دا ځواکونه استول کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery