مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ترکيې، هندوستان، امريکا، ايران او برېتانيا د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې اعلان وکړ

احمد فیصل
ترکيه، هندوستان، امريکا، ايران او برېتانيا هېوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې له چمتووالي خبر ورکړى، دغه راز قطر هېواد د ١٠٠زرو ډالرو مرسته کړې او د ترکمنستان هېواد د مرستې لومړى بار موټر هېواد ته را رسېدلى دى.پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک د بېړنيو حالاتو لپاره د چمتووالي کمېټې له يو شمېر غړو سره يو ځاى ولسي جرګې ته وربلل شوى و، څو له زيانمنو کسانو سره د مرستې په اړه معلومات وړاندې کړي.برمک وويل، د دوشنبې زلزلې په پايله کې د هېواد په نهو ولايتونو کې ١١٥ کسان مړه او ٥٥٦ کسان ټپيان شوي او د دې تر څنګ، ٧٦٣٠ کورونه، ١٢ جوماتونه، ١٧ ښوونځي او ٢٠ اداري واحدونه ويجاړ شوي دي.هغه زياته کړه چې ترکيه، هند، ايران، ترکمنستان او برېتانيا هېوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې له چمتووالي خبر ورکړى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery