مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-31   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

پاسوال عبدالرازق : غورک ولسوالي مو د وسله والو له ګواښه ژغورلې ده .

benawa afghanistan
لودين
امنيه قوماندان پآسوال عبدالرازق وايي چي غورک د هلمند د سنګين او د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ سره ګډه پوله لري ، ده نوموړي په وينا چي د وسله والو طالبانو تر څنګ د نشه ايي توکو د قاچاق مافيا هم هڅه کوي چي غورک د خپلو فعاليتونو مرکز وګرځوي .
د کندهار په شمال لويديځ کي پرته ولسوالي غورک د وسله والو طالبانو له ګواښه ژغورل سوې ده او دا مهال هلته دوامداره نظامي عمليات پيل سوي دي . د کندهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرازق د غورک ولسوالۍ څخه د نژدې ليدنه وکړه . نوموړی د غورک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داوودشاه وفادار هم ملګری کړی دی ، څو هلته امنتي اوضاع په ګډه وڅيړي . غورک ته په رسيدو سره سمدستي د امنتي پوستو او افغان سرتيرو څخه ليدنه پيل سوه ، پر دې ولسوالۍ د يوې مياشتي راهيسي وسله والو طالبانو سخت بريدونه وکړه خو ولسوالۍ ته يي سقوط ور نه کړ . دواړو فوځي قوماندانانو هر څه له نژدې وکتل او د امنتي ځواکونو د مورال د قوي کيدو دپاره يي د افغان امنتي ځواکونو د ساتني ستاينه وکړه . امنيه قوماندان پآسوال عبدالرازق وايي چي غورک د هلمند د سنګين او د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ سره ګډه پوله لري ، ده نوموړي په وينا چي د وسله والو طالبانو تر څنګ د نشه ايي توکو د قاچاق مافيا هم هڅه کوي چي غورک د خپلو فعاليتونو مرکز وګرځوي . امنيه قوماندان په سيمه کي خبريالانو ته وويل ، چي دلته وسله وال طالبان د پاکستاني کړيو په مشري فعاليت کوي ، نوموړی وايي چي افغان امنتي ځواکونه يي په وړاندي قوي دي او اجازه نه ورکوي چي هغوی ولسوالي ونيسي . پاسوال عبدالرازق زياته کړه چي د غورک ولسوالۍ په وروستيو نښتو کي پنځوسو وسله والو مخالفينو او ديرشو امنتي سرتيرو ته مرګ ژوبه اوښتې ده . د غورک ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چي د وروستيو نا امنيو په ترڅ کي يې زراعت ته هم لوی زيانونه اوښتي دي . د دې ولسوالۍ اکثريت کلي له خلګو څخه تش او ډير کم خلګ د انارو د باغونو د حاصل لپاره په خپلو سيمو کي پاته دي . د غورک ولسوالۍ د نا امنيو په اړه د کندهار ولايتي نظامي شورا تيره اونۍ پريکړه کړې چي د ملي اردو او پوليسو هغه مسئولين به نظامي څارنوالۍ ته معرفي کړي چي د نوموړي ولسوالۍ په امنيت کي پاته راغلي وه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery