مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لغمان والي: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د سراج کلا رغونې ته پام وکړي

جواد


لغمان والي عبدالجبارنعیمي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له وزیر عبدالباري جهاني سره لیدنه وکړه په دغه لیدنه کې په لغمان ولایت کې د تاریخي ابداتو د ساتنې،رغونې،رسنیو د فعالیت  او عامه کتابتون د جوړیدو په اړه خبرې وشوې. په دغه لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي سلاکار  هارون حکیمي، د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس پټان او یو شمیر نورو مسوولینو هم حضور درلود.

لغمان والي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له وزیر وغوښتل چې په لغمان ولایت کې د سراج تاریخي کلا او بڼ رغونې او ساتنې ته ځانګړې توجه وکړي ترڅو د افغانستان یوه ملي،تاریخي او فرهنګي شتمني وژغورل شي.

همداشان نوموړي  په دغه لیدنه کې وویل چې لغمان ولایت کې د رسنیو فعالیت ډیر کمزوری  ملي او نړیوالې رسنۍ هلته خپل استازي نه لري د یاد وزارت څخه یې وغوښتل چې یاد ولایت ته د ملي او نړیوالو رسنیو د توجه په جلب کې اساسي همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر عبدالباري جهاني د لغمان ولایت مقام د هغه هڅو څخه خوښي څرګنده کړه چې د ولایت د نورو برخو ترڅنګ یې د تاریخي ابداتو د ساتنې او فرهنګي بډاینې په خاطر تر سره کوي، نوموړي وویل چې د لغمان ولایت ټولې اساسي غوښتنې او لومړیتوبونه يې ترلاسه کړي او اساسي لومړیتوبونو ته به د پلان سره سمه رسیدګي وکړي.

جهاني دا هم وویل چې د سراج کلا رغونه یې کاري لومړیتوب دی او په راتلونکي کال کې به ددغه کلا د رغوني لومړني کارونه پیل کړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery