مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چین او افغانستان د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل هڅې پیل کړې دي

احمد فیصل
چین د پاکستان په منځګړیتوب د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل هڅې پیل کړې دي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د همدې هڅو په لړ کې پاکستان ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې خبرې کړې دي. ډېنګ ژيجون ویلي له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان سولې د درېدلي بهیر پر بیا پيل خبرې کړې دي. نوموړي اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي د سولې د خبرو بیا پیل نه یوازې د افغانستان بلکې د چین او پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery