مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

داعش ډلې په زابل له غزني تښتول شوي ۷ تنه وژلي

احمد فیصل
د داعش وسله والو د ۳ ښځو په ګډون ۷ تنه چې له غزني یې تښتولي وو په زابل کې وژلي دي. د رویټرز خبري اژانس د زابل د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر غلام جیلاني فراهي له قوله ویلي پولیسو د هغو ۷ تنو قربانیانو مړي موندلي چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ له رساني کلي تښتول شوي وو. فراهي ویلي:«دا کسان د داعش وسله والو په بې رحمۍ وژلي او مړي یې د شاه جوۍ ولسوالۍ روغتون ته راوړل شوي دي.» د فراهي په وینا وژل شوي کسان په خټه هزاره دي او پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. له عکسونو داسي ښکاري چې د ټولو وژل شویو کسانو غاړې پرې شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery