مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-09   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

جهادي قوماندانانو د دولت څخه د خپلو حقونو ورکولو غوښتنه وکړه .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
ويناوالو ګيله وکړه چي دولت يي لوري ته توجه نه کوي او نه هم د جنوبي حوزي له مجاهدينو څخه ګټه پورته کوي ، د غونډي برخوالو د دولت څخه پوره ملاتړ اعلان کړ او زياته يي کړه چي د وطن او خاوري د دښمنانو په وړاندي هره شيبه د امنتي ځواکونو سره دريدلای سي .
په کندهار کي جهادي مشرانو د يوې اعتراضيه غونډي پر مهال پر دولت ږغ وکړ ، چي د جنوبي ولايتونو جهادي مشرانو ته پاملرنه وکړي او په دولت کي ونډه ورکړي . د شخړو په هواري کي د ولس مشر سلاکار وزير حاجي اغالالي دستګيري ، د ولايتي شورا رييس سيدجان خاکريزوال د ولايتي شورا غړو او جهادي قوماندانانو مجاهدين د وطن او خاوري څخه د اصلي دفاع ډله وبلل او زياته يي کړه چي اوس هم چا ته د خاوري ، دين او هيواد څخه د ناوړه استفادي اجازه نه ورکوي . ويناوالو ګيله وکړه چي دولت يي لوري ته توجه نه کوي او نه هم د جنوبي حوزي له مجاهدينو څخه ګټه پورته کوي ، د غونډي برخوالو د دولت څخه پوره ملاتړ اعلان کړ او زياته يي کړه چي د وطن او خاوري د دښمنانو په وړاندي هره شيبه د امنتي ځواکونو سره دريدلای سي . يناوالو د امنتي ځواکونو فعاليتونه وستايل او د کندهار د امنيت په اړه يي د ځايي ملکي او نظامي چارواکو څخه هم خوښي وښودل ، هغوی ټينګار وکړ چي که دولت وغواړي دوی هر راز مرسته ورسره کولای سي او د دولت زيات مخالفين د سولې بهير ته هم هڅولای سي . په کندهار کي دا مهال د مجاهدينو په نوم زر کسيزه شورا هم شتون لري چي له لاري يي د پخوانيو جهادي شخصيتونو د حقونو او فعاليتونو څخه څار او پلټنه کيږي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery