مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د اسیا پراختیايي بانک: افغانستان، ایران او ازبکستان دې دری اړخیزه پټلۍ بشپړه کړي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران څخه غوښتي چې د خپلې برخې اوسپنې پټلۍ کرښې بشپړې کړي. د اوسپنې پټلۍ دغه پروژه افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان او ایران د ریلي شبکې په مرسته سره نښلوي. د افغانستان په خاوره کې دغه شبکه له سرحدي ښارګوټي حیرتان څخه پیل تر مزار شریف ښار پورې رسېږي او بیا له هغه ځایه هرات ته غځېږي چې افغانستان د تورغونډۍ له لارې له ایران سره نښلوي. په افغانستان کې د دې شبکې همدا برخه چې ایران له افغانستان سره نښلوي، کارونه یې نمیګړې پاتې دي. د حیرتان-مرازشریف د اوسپنې پټلۍ رغنیزې چارې پخوا بشپړې شوې او عملاً د افغانستان او ازبکستان ترمنځ لېږد را لېږد ترسره کېږي. ټاکل شوې وه چې له ایران سره د غورغونډۍ د نښلوونکې کرښې کار دوه کاله مخکې پای ته رسېدلی وای، خو د مالي ستونزو له امله یې کارونه ځنډېدلي دي. دا پروژه د اسیا پراختیايي بانک تمویلوي. د دې بانک مشر د پروژې له شریکو هېوادونو غوښتي چې د دې شبکې پاتې رغنیز کارونه ژر بشپړ کړي. جان میرینډا ویلي چې افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران باید په ګډه دا کرښه بشپړه کړي. د دې شبکې په بشپړېدو سره به د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او سویلي هېوادونو ترمنځ په سوداګریزه راکړه ورکړه چې پراختیا رامنځته شي. افغانستان د وچې له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ تر ټولو لنډه او اقتصادي لار بلل شوې ده. د افغانستان له لارې د یادو دوو حوزو اتصال د اوسپنې پټلۍ پراخو شبکو او د معیارونو لویو لارو جوړولو ته اړتیا لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery