مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-11   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

«لارل ماوریل» له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي

احمد فیصل
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرستې ځانګړې استازې لارل ماوریل د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو له ځانګړي مرستیال طارق فاطمي سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د تروریزم پر ضد د جګړې په اړه خبرې وکړې. پاکستاني رسنۍ وايي طارق فاطمي د سوله ییز ګاونډیتوب او په سیمه کې د نه لاسوهنې په اړه د پاکستان د صدراعظم د پالیسۍ یادونه وکړه او له افغانستان سره د رغنده او باوري اړیکو د جوړولو لپاره یې د پاکستان پر نیت ټینګار وکړ. ده همداراز وویل چې په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره حیاتي ده. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرستې ځانګرې استازې کفیلې د افغانستان له سولې او ثبات سره د پاکستان د مرستندوی رول ستاینه وکړه. د پاکستاني رسنیو پر اساس کفیلې د تروریزم پر ضد د پاکستان د قربانیو یادونه وکړه او هغه یې سترې وبللې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery