مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-13   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

لاریون کوونکو د چارو ادارې ته دوه میلیون افغانۍ زیان اړولی دی

سید سلام
د چارو د ادارې مسوولین وايي لاريونکوونکوارګ ته څېرمه، د چارو ادارې ته شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ زيان اړولى دى. پر دې دفتر د يرغل پرمهال ، زيات شمېر دروازې، اوسپنيزي کټارې، د دفترونو ، دهلېزونو او جومات ښېښي، ايرکنديشنونه او کمپيوټرونه مات شوي او يو شمېر نور کمپيوټرونه وړل شوي دي. ویل کیږي چې د ايکسرې یوه دستګاه چې د چارو ادارې مسوولينو په وينا، بيه يې زرګونو ډالرو ته رسېده او د تلاشي خونې په يوه برخه کې اېښودل شوې وه ، په بشپړ ډول ويجاړه شوې ده . د ښځو په ګډون زرګونه تنو پرون سهار چې د اوو سرپرې شوو کسانو تابوتونه يې له ځان سره لېږدول د پل سرخ سيمې له مزاري واټ څخه يې لاريون پيل کړ، د ارګ په وړاندې راغونډ شول او د سرپرېکولو عاملانو ته يې د سزا د ورکولو غوښتنه کوله. د چارو ادارې د انسجام مرستيال نعمت الله (تاثير) وايي چې لاريون د هېواد هر وګړي حق دى او که لاريون په تاوتريخوالي بدل شي، له ګټې به يې زيان زيات وي. هغه زياته کړه، چې لاريون کوونکو د چارو پر ادارې د هجوم پرمهال دې ادارې ته شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ زيان اړولى دى. د چارو ادارې انسجام مرستيال وايي، چې قهرجنو لاريون کوونکو، کانونو وزارت ، د جيوديزي او کارتوګرافي ادارې ته چې د چارو ادارې تر څنګ موقعيت لري، هم زيانونه اړولي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery