مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ترنک تصدي بېرته فعالېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
چارواکي وايي حکومت غواړي په کندهار کې د ترنک په نوم د اصلاح شویو تخمونو تصدي بېرته فعاله کړي. د کندهار د کرنې رییس وايي دا تصدي له څو لسیزو راهیسې غیرفعاله ده او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د القاعدې د جنګیاليو کمپونه په کې و. احمد شاه روشن وايي حکومت د تصدۍ د بېرته فعالولو لپاره هڅې پیل کړې چې د تصدۍ لپاره د ځمکې له ترلاسه کولو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي. دی وايي چې د یادې تصدۍ په بیا فعالېدو سره به کندهار او د هېواد یو شمېر نور ولایتونه د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې پر ځان بسیا شي او له بهره به د تخمونو واردولو ته اړتیا نه وي. د کندهار د اصلاح شوو کرنیزو تخمونو د تولید تصدي چې له لسیزو راهیسې غیر فعاله ده، بېرته په نوې بڼه فعالېږي. د کندهار د ترنک کرنیزم فارم تصدي په ۱۳۴۳ کال کې جوړه شوه چې په خپل وخت کې یې د افغانستان لپاره د اړتیا وړ بېلابېل کرنیز اصلاح شوي تخمونه تولیدول. د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې دغه تصدي د کورنیو جګړو په پایله کې غیر فعاله شوه. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ترنک فارم تصدۍ په تاسیساتو کې د القاعدې ډلې کمپونه وو چې د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل په پایله کې د دې تصدۍ ځینې تاسیسات بمبار شول. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس احمد شاه روشن وايي چې د ترنک تصدۍ د بېرته فعالولو هڅې روانې دي او د تصدۍ لپاره د ځمکې له ترلاسه کولو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي. روشن همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، د کندهار د اصلاح شوو تخمونو د تولید تصدۍ ټوله ځمکه ۴۸۰۰ جریبه کېږي چې د دې ځمکې یوه برخه د ولسمشر د فرمان پر بنسټ په کندهار کې د کرنیزو علومو ملي انستیتوت ته ځانګړې شوې ده. نوموړی وايي اوس هڅې روانې دي چې لومړی د تصدۍ لپاره د ځمکې موضوع حل شي او تر هغه وروسته به یې عملي کار پیل شي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس زیاته کړه چې د همدې ستونزې د حل په موخه تېره اونۍ د ترنک تصدۍ سرپرست کابل ته تللی و او هلته یې د کرنې او مالدارۍ وزیر سره په دې اړه خبرې وکړې. د روشن د معلوماتو له مخې د کرنې وزیر اسدالله ضمیر لارښوونه کړې چې د کرنې ملي انستیتوت څخه پاتې ځمکه دې د کرنې ریاست د څېړنیز فارم او د اصلاح شویو تخمونو د تصدۍ لپاره ځانګړې شي. ده وویل چې له ۴۸۰۰ جریبه ځمکې څخه شاوخوا ۲۵۰ جریبه د کرنې ریاست د څېړنیز فارم او نوره به یې د تصدۍ لپاره بېله شي. احمد شاه روشن وايي چې د ځمکې د موضوع تر معلومېدو وروسته به پرېکړه وشي چې حکومت پر دې تصدۍ پانګونه کوي او که خصوصي سکتور ته یې سپاري. خو هغه زیاتوي چې د دې تصدۍ د بېرته فعالولو لپاره چمتو والی لري او که فعاله شي د هېواد د اړتیا وړ کرنیزو تخمونو تولید ته به زمینه برابره شي. د هغه د معلوماتو له مخې پخوا د ترنک تصدۍ په کرنیزو فارمونو کې د افغانستان د اړتیا وړ کرنیز تخمونه لکه د تازه مېوو، سبزیو او نورو ثمر لرونکو ونو بېلابېل ډولونه تولیدېدل. د کرنې رییس په وینا که دغه تصدي یو ځل بیا فعاله شي، نو ډېر پلانونه یې ورته په پام کې نیولي دي چې د کندهار د کرنې لپاره به ډېر ګټور ثابت شي. هغه وویل:«د ترنک د تصدۍ فارم پخوا په کندهار کې د غلې د ګودام په نوم مشهور و، ځکه دلته د غلې ۱۰ ګودامونه وو او له دې ځایه به خلکو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېدل.» دی وايي چې د یادې تصدۍ په بیا فعالېدو سره به کندهار او د هېواد یو شمېر نور ولایتونه د اصلاح شوو تخمونو په برخه کې پر ځان بسیا شي او له بهره به د تخمونو واردولو ته اړتیا نه وي. د کندهار د ترنک فارم د هوايي ډګر ته څېرمه په کوکران سیمه کې موقعیت لري چې د کندهار د کرنې او مالدارۍ د رییس په وینا په نړیوالو معیارونو جوړ شوی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery