مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-04   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د خرقې مطهرې او احمدشابابا د مقبرو د ترميم چاري پای ته ورسيدي .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
وزير خبريالانو ته د کندهار د کلتوري او فرهنګي هڅو تر څنګ د دې ولايت د تاريخي ځايونو حالت تر ډيره سم وباله او اړوندو کسانو ته يي لارښوونه وکړه چي د تاريخي ځايونو ساتني او پآکوالي ته جدي توجه وکړي .
په کندهار کي د خرقې مطهرې ودانۍ او د احمدشاه بابا مقبره ترميم او نن د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پرانستل سوې . دا دواړې ودانۍ د شاوخوا يويشت ميليونو افغانۍ په ارزښت او لګښت د اړوند وزارت په خپله بوديجه د تيرو دريو کلنو پر مهال ترميم سوي دي . ښاغلي جهاني کندهار ته د خپل سفر په دوهمه ورځ ( نن جمعه ) د يآدو تاريخي ځايونو تر څتګ په زاړه ښار کي د نارنج ماڼۍ او ميرويس نيکه مقبره هم له نژدې وليدلې او د هغوی د حالت په اړه يي معلومات تر لاسه کړه . وزير خبريالانو ته د کندهار د کلتوري او فرهنګي هڅو تر څنګ د دې ولايت د تاريخي ځايونو حالت تر ډيره سم وباله او اړوندو کسانو ته يي لارښوونه وکړه چي د تاريخي ځايونو ساتني او پآکوالي ته جدي توجه وکړي . نوموړي زياته کړه چي د تاريخي ځايونو د ژغورني دپاره د يونيسکو سره هم خبري کوي او په نژدې راتلونکي کي به د نارنج ماڼۍ پر شاوخوا اغزن سيمي تار را چاپير کړي . د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته په هره برخه کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک له لوري معلومات ورکول کېده . ښاغلی جهاني د دې وزارت د مطبوعاتي سلاکار او وياند هارون حکيمي په ملتيا تيره ورځ کندهار ته راغلی دی . هغه تيره ورځ د کندهار فرهنګيانو او خبريالانو ته د وينا پر مهال ټينګار وکړ ، چي رسنۍ دي په ښه ډول وکارول سي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery