د کندهار والي وايي دا هڅه يي ځکه پيل کړې ده چي ځوانان تنظيم سي او کار ترې واخستل سي .
د کندهار ولايتي اداره ځوانان مدني فعاليتونو ته هڅوي څو د مدنيت د مهم اصل له مخي پر دولتي مامورينو نظارت وکړي او د ټولني د پرمختګ دپاره ځوانان اغيزناکه فعاليتونه ولري .
د کندهار والي وايي دا هڅه يي ځکه پيل کړې ده چي ځوانان تنظيم سي او کار ترې واخستل سي .
دا مهال د کندهار مدني فعاليتونه خورا کمرزوري او يو شمير مدني ټولني د ټولنيز کار اراده او ميکانيزم نه لري .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د کندهار روڼ اندي ځوانان ( نن سه شنبه ) په خپل دفتر کي سره راټول کړه او ترې وغوښتل ، چي د مدني پرمختګونو او ټولنيزو خدماتو دپاره يوه شورا جوړه او دلته په کندهار کي کار وکړي .
ځوانانو ؛ د ځوانانو په منځ کي بې باوري ، د مدني ټولنو په راس کي د غيرمسلکي کسانو شتون ، د دولت او خلکو تر منځ فاصله او د ځوانانو تر منخ بي اتفاقي هغه خنډونه وبلل دي چي دلته يي د مدني خوځښتونو مخه ډب کړې ده .
په وروستيو کي والي همايون عزيزي او ځوانان په دې صلاح سول ، چي د يادو هدفونو دپاره به يوه منظمه شورا جوړوي .
وروسته غونډه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک په مشري سوه ، چي پر مهال يې دوولس کسيزه ډله جوړه او دنده ورکول سوه چي د شورا دپاره روښانه تګلاره جوړه کړي .
د شورا د تګلاري د جوړيدو دپاره بله غونډه راتلونکې شنبه جوړيږي .
د يادوني وړه چي د کندهار د قومي مخورو څخه هم ورته شورا جوړه سوې ده څو د خلکو د ستونزو د هواري دپاره د دولتي ادارو څخه نظارت وکړي .
.