مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-09   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار : د هوايي ډګر په جګړه کي دوولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نسيم کندهاری
د کندهار پر نظامي قول اردو باندي بريد ټوله شپه دوام وکړ او سهار پای ته ورسيد . بريد تير ماښام هغه وخت پيل سو ، چي دريو بريدګرو د هوايي ډګر دننه د بازارک په سيمه کي نظامي قول اردو نه تژدې او ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان د کور مخي ته پر ملي اردو ډزي پيل کړي . د والي وياند صميم خپلواک وايي چي په بريد کي دري بريدګر له منځه تللي دي ، دوه د ملي اردو سرتيري او دوه ملکي وګړي وژل سوي او د ملي اردو د يوه سرتيري په ګډون اته تنه ملکي وګړي ټپيان دي . خو باوري سرچيني د مرګ ژوبلي شميره تر پنځوسو تنو زياته يادوي . د بريد سيمه هغه بازار دی چي ملکي دکانداران د ضرورت وړ او خوراکي توکي پکښي خرڅوي ، چارواکي وايي چي اوس هم په سيمه کي تصفيوي عمليات روان دي . د کندهار ولايت مقام نن سهار ټول خبريالان د سيمي ځای ته وغوښتل خو د پيښي اصلي ځای ته د تګ اجازه يي ورنه کړه . د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی او وايي چي ( ۱۵۰ ) تنه د ملي اردو سرتيري يي وژلي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery