دخپریدو نیټه : 2015-12-15 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
عبدالرحيم ايوبي : د کرکټ لوبغالي دپاره مو جدي هڅي پيل کړي دي .
نسيم کندهاری
په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازی عبدالرحيم ايوبي وايې چي د هند هيواد په مرسته د جوړيدونکي لوبغالي د ژر منظورۍ دپاره يې جدي هڅي پيل کړي دي خو ستونزه د ملي تدارکاتو په اداره کي بولي .
نوموړی وايې ، چي دا پروژه مهمه ده او د کندهار دپاره حياتي ارزښت لري او په هر ډول چي وي دوی به ېې د لاسه نه ورکوي .
نوموړی وايې چي په څو څو ځله د ملي تدارکاتو ادارې ته ورغلی دی خو د ادارې مشر يما ياري ستونزي پيښوي او بې ځايه بهاني کوي .
خو د ملي تدارکاتو اداره او کرکټ بورډ د ستونزو مسووليت يو پر بل ور اړوي .