مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-27   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په ميوند ولسوالۍ کي کلک امنتي تدابير نيول سوي دي .

نسيم کندهاری
کندهار : په ميوند کي د احتمالي بريدونو د مخنيوي په موخه کلک امنتي تدابير نيول سوي دي . له هغي وروسته چې د هلمند ولايت په ګڼ شمېر هغه سيمو کې جګړي پراختيا پيدا کړه ورسره سم د دې ولايت سره پر پولو د پرتو ولسواليو د امنيت په اړه انديښني ډيري سوي دي ، له دې ولسواليو يوه هم ميوند ولسوالي ده . د کندهار د ميوند ولسوالۍ چارواکي وايې چې د وسله والو طالبانو د احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره يې بشپړ چمتوالى نيولى دى. د ولسوالۍ امنيه قومندان سلطان محمد وايې چې د هلمند د سنګين او نورو سيمو څخه دوى ته هم ګواښ پېښ دى خو وايي چې د امنيتي ځواکونو همږغي او په دي ولسوالۍ کې د ولسي وګړيو همکاري ددي لامل سوې چې د احتمالي بريدونو مخنيوى وکړي.هغه وويل ډېري هغه سيمي يې امنيت کړي چې وړاندي تر تهديد لاندي وي . پر همدي مهال په ميوند کې د افغان پوځ او د عامه نظم د پوليسو قومندانان وايې چې په ولسوالۍ کې يې د احتمالي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره همږغي ډېره کړي ده.هغوى وايې چې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همږغي د دې لامل کيداى سي چې د خلکو امنيت خوندي او هم ستونزي له منځه ولاړي سي. ها خوا د ميوند ولسوالۍ ولسوال عبيدالله وايې چې په دي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ همږغي لا هله ډېره سوه کله چې د هلمند د اړوندو سيمو څخه امنيتي تهديدونه ډېر سوه.دى وايې چې د امنيتي ځواکونو همږغي به ددي لامل سې چې په دي ولسوالۍ کې امنيتي ساحه نوره هم پراخه سي. د کندهار چارواکي د هلمند سره پر پوله د نورو پرتو ولسواليو د امنيت په اړه هم بشپړ ډاډ ورکوي او وايې چې په ټولو سيمو کي يې امنتي تدابير کلک کړي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery