دخپریدو نیټه : 2015-12-28 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د محلي ارګانونو ادارې صميم خپلواک ته ستاين ليک ورکړ .
لودين
د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکي ادارې د کندهار د والي وياند صميم خپلواک ته ستاينليک ورکړ .
په ستاين ليک د ښاغلي خپلواک د وياندويي کارونه په ښو الفاظو ستايل سوي دي.
ياد ستاينليک نن د ادارې مجلس په اونيزه غونډه کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له لوري ښاغلي خپلواک ته ورکړل سو .
کندهار والي د ستاين ليک ورکولو پر مهال ښاغلي خپلواک ته مبارکي وويل او د ولايتي ادارې په استازيتوب يې خپله هم د صميم خپلواک کارونه وستايل .
صميم خپلواک د تير يوه کال راهيسي د کندهار د ولايتي ادارې وياند او د مطبوعاتي دفتر مشر دی ، د خبريالانو سره د هغه همکاري د ستايني او قدر وړ بولم .