دخپریدو نیټه : 2015-12-31 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
اطرافي : د هلمند سره د ګډو پولو ولسوالۍ مو خوندي کړي دي .
نسيم کندهاری
د کندهار امنتي چارواکي خبر ورکوي ، چي د ګاونډي ولايت هلمند سره پر پولو د پرتو ولسواليو کلک امنتي تدابير يې نيولي دي ، په هلمند کي وروستيو ناامنيو دا انديښنه پيدا کړې ده چي له امله به يې د کندهار نژدې ولسوالۍ هم ناامنه سي .
د کندهار خاکرېز ، ميوند ، غورک او شاولي کوټ ولسوالي هغه سيمي دي چي د ګاونډي ولايت هلمند سره ګډي پولي لري ، انديښني دا دي چي د هلمند ناامني او هلته پيل سوي جګړې به پر دې ولسواليو هم سيوری وغوړوي ، خو د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي نن پنجشنبه يوې خبري ناستي ته وويل چي په يادو ولسواليو کي يې کلک امنتي تدابير نيولي او د تيرو پنځو ورځو راهيسي يې هلته عمليات هم پيل کړي دي .
ښاغلي اطرافي وويل چي د تيري اونۍ پر مهال يې د يو شمير امنتي پيښو مخه هم نيولې ده ، وسلې او مهمات يې تر لاسه کړي ، نوموړی د لسو دولت ضد وسله والو د نيولو خبر هم ورکوي .
اطرافي د امنتي پيښو پر مهال دريو پوليسو ته مرګ ژوبله هم ومنل او زياته يې کړه چي د جنايي پيښو د مخنيوي دپاره يې مسلکي تدابير زيات کړي او تيره اونۍ يې شپږ تنه هم د غلاوو په تور نيولي دي .