مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا د ښادمن ۷۷ ميليونه ډالره کنګل کړي

احمد فیصل
د افغان سوداګر حکمت الله ښادمن حقوقي سلاکار وايي چې يوې امریکايي محکمې د ښادمن ۷۷ میلیونه ډالره پانګه کنګل کړې ده. د یاد سوداګر حقوقي سلاکار زیاتوي چې په کندهار کې د بهرنیو ځانګړو ځواکونو د ماموریت پر مهال پر نوموړي تور پورې شوی و چې د قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره بهرنیو ځواکونو ته رشوت ورکوي، په داسې حال کې چې تر اوسه د دې ادعا لپاره هېڅ اسناد نه دي وړاندې شوي. د ولسي جرګې غړي بیا وایي چې بهرنیان د افغان ملي سوداګرو په تورنولو سره هڅه کوي په هېواد کې دننه د هغوی د پانګونې او له خلکو سره د مرستې مخه ونیسي. د کندوز له بېځایه شوو او د هلمند له جګړو ځپلو سره د افغان سوداګر حکمت الله ښادمن له خیریه مرستې وروسته، د امریکا یوې محکمې نوموړی تورن کړ چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د قراردادونو ترلاسه کولو په خاطر بهرنیو ځواکونو ته رشوت ورکړی دی. د ښادمن حقوقي سلاکار وايي چې د همدې موضوع له امله د متحده ایالاتو محکمې د نوموړي ۷۷ ملیونه ډالره کنګل کړي دي، په داسې حال کې چې د لګېدلي تور په تړاو هېڅ راز اسناد نه لري. ویل کېږي حکمت الله ښادمن په کندهار کې د سپېشل فورس امریکايي ځواکونو د ماموریت پر مهال هغوی ته لوژستیکي اکمالات کول چې پر نوموړي د یاد تور تر لګېدو وروسته هغه مهال هم د دوو میاشتو لپاره په بګرام کې زنداني و. د ښادمن حقوقي سلاکار عبدالغیور برشان د متحده ایالاتو د محاکمې له خوا د بیا ځل لپاره پر نوموړي تور لګول غیر قانوني او مغرضانه بولي. بل پلو د ولسي جرګې غړي وايي، د متحده ایالاتو د محاکمې له خوا د یوه افغان سوداګر د پانګې کنګل کول او پر نوموړي د رشوت د تورونو لګول د نورو افغان سوداګرو پر روحیه منفي اغېزه کوي. وکیلان وايي، امریکا باید د هغو کسانو پانګې کنګل کړې وای چې د افغانستان په نامه شوې مرستې یې خپلو جېبونو ته اچولې دي. د متحده ایالاتو د محکمې له خوا پر یوه افغان سوداګر د رشوت تورونه داسې مهال را برسېره کېږي چې دغه افغان سوداګر په دې وروستیو کې د خپلو خیریه مرستو او د کندوز بېځایه شوو ته د ځای او سرپناه برابرولو له امله، په خلکو کې ځانګړی محبوبیت پیدا کړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery