مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-08   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

دمنصور ډلې دوه مهم طالب مشران له رهبري شورا شړلي دي

سید سلام
پاکستاني رسنۍ وايي، د اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې له خپلې رهبرۍ شورا څخه دوه مهم طالب مشران ایستلي دي.د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د کوټې شورا د طالبانو دوه مشران ملا عبدالرزاق او ملا حسن رحماني په دې خاطر ایستلي چې د ملا اختر محمد منصور مشري یې نه منله. ملا عبدالرزاق د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کورنیو چارو وزیر او ملا حسن رحماني د کندهار والي و.ایکسپریس ټریبیون وايي چې دوی دواړه تېر کال د طالبانو په هغه مرکچي پلاوي کې شامل ول چې د چین په ارومچي ښار کې یې د افغانستان د حکومت له پلاوی سره وکتل. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه دا هم وايي، داسې شواهد نشته چې وښيي ملا اختر محمد منصور ژوندی دی.د ده د مشرۍ د مخالفې ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وايي چې ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery