مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-09   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د سپين بولدک ولسوالۍ د معتادينو روغتون مالي همکاري غواړي .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
دا مرکز د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق له لوري جوړ سوی دی ، چي د ډورنډ د کرښي د دواړو غاړو افغان معتادين درملنه کوي .
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي په نشه ايي توکو د روږدو کسانو دپاره جوړ سوي مرکز تر دې مهاله سلګونه کسان تداوي کړي او سلګونه نور پکښي تر درملني لاندي دي . دا مرکز د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق له لوري جوړ سوی دی ، چي د ډورنډ د کرښي د دواړو غاړو افغان معتادين درملنه کوي . په دې مرکز دا مهال څلور سوه تنه معتادين تر درملني لاندي او سلګونه نور يې تداوي کړي دي ، دې مرکز ته د ډورنډ د کرښي د دواړو غاړو افغانان ور وستل کيږي . اوس بستر کسان او د دې مرکز مسوولين د نه امکاناتو څخه په شکايت دي او وايې چي د دوی د درملني دپاره دي اسانتياوي برابري سي او د مرکز د مالي ستونزو غم دي وخوړل سي . د مرکز مسوول عبدالحق وايې ، چي اوس د دې مرکز مالي ستونزي يوازي د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق حلوي ، چي بيا هم بسنه نه کوي . عبدالحق وايې که د مرکز مالي امکانات پوره او ډير سي د مرکز چاري به چټکي سي او د معتادينو د خايدو ظرفيت به ډير سي . د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايې ، چي د دې مرکز ټول لګښت د کندهار امنيه قومانداني کوي او بل هيڅ اړوند ارګان توجه نه ده ورته کړې . نوموړی د عامي روغتيا او نشه ايي توکو وزارتونه مسوول ګڼي چي دې مرکز ته توجه وکړي څو چاري يې ښه پر مخ ولاړي سي . د کندهار امنيه قوماندانۍ د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کي هم ورته روغتيايي مرکز جوړ کړی دی چي دا مهال تر درې سوه زيات کسان پکښي تر تداوي لاندي دي . په دواړو مرکزونو کي ډير هغه کسان سته چي د پوليسو له لوري نيول سوي او بيا دغه مرکزونو ته بيول سوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery