مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-13   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په ننګرهار کې د ځمکو دوه غاصبین نیول شوي دي

سید سلام
د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، د ولسمشر تر امر وروسته يې د سلګونه جريبه ځمکو د غصب په تور دوه کسان نيولي او زیاتوي چې دوسيې به يې څارنوالۍ ته وسپاري. ولسمشر غني روانه اونۍ جلال اباد ته په سفر کې د ننګرهار امنيه قوماندان ته په تونده لهجه امر وکړ چې د ځمکو د غاصيبو نوملړ جوړ او ژر تر ژره يې ونيسي. امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد ووايي د غاصبینو د نیولو لړۍ یې پیل کړې ده او تر اوسه د کانال د ۲۵ هکتاره ځمکې د غاصبينو له ډلې يو مهم کس حاجي غلام فاروق او په بهسود ولسوالۍ کې يو ملک چې ۳۵ جريبه ځمکه یې غصب کړې ده،نیول شوي دي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery