مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-13   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

ریچارډ اولسون:امریکا دافغانانو په مشرۍ د افغان سولې ملاتړ کوي.

سید سلام
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ اولسن وايي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي او امریکا به په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي. د ارګ د خبر پاڼې له مخې ریچارډ اولسن تېره ورځ له ولسمشر غني سره په ارګ کې وکتل. د سرچینې د معلوماتو له مخې،د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي چې د اسلام اباد په څلور اړخیزه غونډه کې یې د امریکا استازیتوب کاوه، د یادې غونډې د پرمختګونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل. اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحده ایالاتونو له مرستو او د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې پروسې د ملاتړ له امله د امریکا له حکومت څخه مننه وکړه او په دې برخه کې یې د امریکا او چین د استازو څارونکی رول مهم وباله. غني باعزته او تلپاتې سوله د افغانستان اساسي موخه او غوښتنه وبلله او زیاتوي،چې ترهګري د افغانستان ، پاکستان، ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ګډ ګواښ دی، چې پر وړاندې یې ګډې او رښتینې مبارزې ته اړتیا ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery