مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-15   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

تاجکستان په بدخشان او کندوز کې خپلې کونسلګرۍ تړلې دي

سید سلام
تاجکستان په بدخشان او کندوز ولایتونو کې خپلې کونسلګرۍ تړلي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،په کابل کې د تاجکستان سفارت ورته په یوه رسمي لیک کې ویلي، چې په بدخشان او کندوز کې یې د کونسلګریو د تړلو لامل نا امني ده. سرچینه زیاتوي تاجکستاني چارواکو افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې د کونسلګریو تړل به یې د کابل دوشنبې په اړیکو منفي آغېز ونه کړي. تاجکستان دا کار وروسته له هغې وکړ، چې په وروستیو کې په بلخ کې د هند او ننګرهار کې د پاکستان پر کونسلګریو ډله ییز بریدونه وشول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery