مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-17   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د طالب قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل سوي دي

نسيم کندهاری
د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د دوه ساعته جګړې پر مهال د طالبانو د يو تن قومندان په ګډون څلور تنه وسله وال وژل سوي.. د کندهار د پوليسو ولايتي وياند ضيا دراني وايې ، چي دغه وسله والي ډلې د طالب قومندان ملا عزت په مشري په ياده ولسوالۍ کې فعاليت کاوه او غوښتل يې چي دولتي تاسيسات تر بريد لاندي راولي. د نوموړي په وېنا چي د پټو معلوماتو له مخي افغان ځواکونو په ارغستان ولسوالۍ کې د وسله والو د يادي ډلې د نېولو په موخه عمليات تر سره کړل، چې پر مهال يې ياده ډله د همدې ولسوالۍ د ( سره چې ) په کلې کې پيدا او د دوه ساعته جګړې وروسته د طالب قومندان ملا عزت په ګډون ۴ تنه ووژل سوه . د هغه په وېنا چي د جکړي پر مهال يوشمېر وسلې هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي. نوموړی وايې ، چي په جګړه کي پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ؛ وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery