مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: په افغانستان کې د جګړې د قومي او مذهبي کولو هڅه روانه ده

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د چارو یو شمېر شنونکي وايي، ترهګرو ډلو چې ملاتړ یې پاکستان او امریکا کوي، د خپلې جګړې بڼه بدله کړې او غواړي په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړې اته لمن ووهي څو بیا په اسانۍ ونه درېږي. تېره ورځ د جلال اباد په دریمه ناحیه کې د شینوارو د یوه ملک په کور کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې څوارلس قومي مشران ووژل شول او په همدغه شمېر ټپیان شول، تر دې وړاندې هم د مذهب او ژبې په نوم په دې وروستیو کې خلک وژل شوي دي. سیاسي کارپوه ډاکتر فیض محمد ځلاند وايي، د دې لپاره چې نړیوال په افغانستان کې هم جګړه اوږده کړي او هم د افغانستان نظام ته وښيي چې د سولې هڅه ورته کوي، نو ځکه د جګړې نوو اسبابو او لارو ته اړتیا لري. ځلاند سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، دا احتمال هم شته چې د سولې د روانو خبرو په پایله کې د طالبانو یوه ډله په اوسني نظام کې ور ګډه شي یا هم د نوي لنډمهال حکومت وړاندیز وکړي؛ خو په دې سره به جګړه پای ته ونه رسېږي. دی وايي، نړیوال قدرتونه کله هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو پلان نه لري؛ نو ځکه باید داسې جګړه پیل کړي چې ژر پای ته ونه ورسېږي. د ځلاند په خبره، د پاکستان په مرسته نړیوالو قدرتونو په وزیرستانونو او بیا د هېواد په سوېل کې د قومي مشرانو د وژلو سلسله له تېرې یوې لسیزې راهیسې روانه کړې وه؛ خو په دې وروستیو کې دا لړۍ چټکه شوې او د مذهبي او قومي جګړې د پیل کېدو وېره زیاته شوې ده. سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي، په سیمه کې یو شمېر نور هېوادونه هم شته چې افغان جګړه مذهبي کوي. شاهین وايي، د ایران وروستۍ ټولې هڅې دا ښيي چې افغان جګړه له یوه بل مسیر څخه هم رهبري کېږي چې هغه د ایران مذهبي اخندان دي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د نړیوالو دښمنانو تر څنګ افغانستان په سیمه او ګاونډ کې هم خطرناک دښمنان لري چې حکومت یې باید په خپلو پلانونو کې له پامه ونه غورځوي. د شاهین په خبره، که د ننګرهار وروستیو دوو بریدونو ته وکتل شي، مسوولیت یې طالبانو رد کړی او داعش ډلې منلی دی چې دا په افغانستان کې د دې ډلې لومړنۍ عملي کړنې دي چې یو خاص قوم او ډله په نښه کوي. دی همدراز زیاتوي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د جګړې د قومي او مذهبي کېدو مخه ونیول شي، باید د افغانستان د ټولو ډلو او قومونو مشران یو واحد غږ او دریځ ولري. د افغانستان د نورو سیمو په پرتله په ختیځ کې د قومي جګړو بوی تر نورو سیمو زیات حس کېږي. پوځي کارپوهان هم وايي چې د جګړې د اوږدولو لپاره د امریکا او نورو ملاتړو لپاره یې تر ټولو ارزانه لاره قومي او مذهبي تاوتریخوالی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery