مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

خلک: ګرشک ولسوالۍ سقوط ته نږدې شوې

احمد فیصل
ځايي خلک وايي چې که د هلمند ګرشک ته تازه دمي سرتېري ونه لېږل شي، دغه ولسوالي به په بشپړ ډول د وسله والو لاسته ورشي. هغوی زیاتوي چې افغان ځواکونه د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ دي او دا مهال د ګرشک ولسوالۍ یو شمېر سیمې د طالب جنګیالیو لاسته لوېدلې دي. د هلمند ځایي اوسېدونکي وېره څرګندوي که چېرې د وسله والو مخنیوی ونه شي ښايي د هلمند مهمې سیمې له همدغه ځایه سقوت وکړي. هغوی کابل نیوز ته ویلي چې د ګرشک ولسوالۍ اړوند زنبلي حوزه په بشپړ ډول د طالبانو لاسته ورغلې او وسله وال د ګرشک مرکز ته رانږدې کېږي . بلخوا امنیتي چارواکي په دې ولسوالۍ کې د جګړې شدت مني، خو وایي چې ډېر ژر به تصفیوي عملیات پیل کړي. دغه راز د ګرشک ولسوال هلته روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له حکومته د عاجلې مرستې غوښتنه کوي. د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په تړاو داسې مهال دغه راپورونه ورکول کېږي چې د دغه ولایت په نهر سراج کې هم توده جګړه روانه ده او ویل کېږي طالبانو د هلمند یو شمېر سیمې تازه لاندې کړې دي. ګرشک چې د هلمند له مهمو ولسوالیو شمېرل کېږي، دا مهال په کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او طالب وسله والو د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې لاندې کړې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery