مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-18   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د کندهار والي د مرستندويي موسساتو څخه باکيفيته خدمات غواړي .

benawa afghanistan
احمد لودين
د کندهار د والي وياند وايې ، چي له دې وروسته د جنوب غرب حوزې په کچه همږغي پياوړي کيږي او د کندهار ولايتي ادارې ټولو موسساتو ته يې خبر ورکړی دی چي د خپل سرو پروژو څخه ډډه وکړي .
. د کندهار ولايتي اداره نيوکه کوي ، چي د ځينو مرستندويي موسساتو تر سره سوي مرستي او پروژې په ټيټ کيفيت تر سره سوي دي ، چي لوی لامل يې د دولت سره نه همږغي ښودل کيږي . د کندهار د والي وياند وايې ، چي له دې وروسته د جنوب غرب حوزې په کچه همږغي پياوړي کيږي او د کندهار ولايتي ادارې ټولو موسساتو ته يې خبر ورکړی دی چي د خپل سرو پروژو څخه ډډه وکړي . په کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند کي ګڼي موسسې د روغتيا ، کرني ، پوهني ، بيارغوني او حکومتدارۍ په برخه کي کار کوي ، چي تر ډيره يې کارونه خپل سري دي او تر سره سوي پروژي يې هم په ټيټ کيفيت اجرا کيږي ، چي له امله يې نه يوازي چي خلکو ته ګټه نه رسيږي بلکه ځيني وختونه خنډونه هم پيښوي . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چي د يو شمير موسسو تر سره سوي کارونه د نيوکو سره مخ دي او د پيسو سوي مصرفونه يې هم بې ځايه تللي دي . نوموړی وايې ، چي د کندهار والي د ټولو موسساتو سره د مسوولينو سره ليدلي او په ټينګار يې ترې غوښتي دي چي د پروژو کيفيت ، معيار او او د خلکو اړتياوو ته جدي پاملرنه وکړي . نن هم په دې موخه په ولايت مقام کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په مشري د (PDC) ( ولايتي پرمختيايي کميټې ) غونډه جوړه سوي وه چي د کندهار تر څنګ يې د زابل پر کارونو هم خبري وسوې . په کندهار کي روغتيايي ، د پوهني ، کرني ، بيارغوني او ټولګټو په برخه کي خلک زياتي اړتياوي لري ، دا مهال بهرنۍ مرستي تر ډيره دريدلي او د خلکو تمه موسساتو ته ده ، د کندهار والي له ټولو موسساتو غوښتي چي د ولايتي ادارې د مشورې او موافقې پرته هيڅ يوه پروژه عملي نه کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery