دخپریدو نیټه : 2016-01-18 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
پاکستان د بلخ طالبانو ته میلیونونه کالداري ورکوي.
سید سلام
په بلخ ولايت کې د سولې له پروسې سره د يو ځای شوو وسله والو طالبانو قوماندان وايي چې له پاکستانه په هرو دریو مياشتو کې ددغه ولايت وسله والو طالبانو ته ۱۲ ميليون کلدارې د افغان حکومت پر خلاف د جګړې لپاره استول کېږي.
دی وايي په هېواد کې د ورانکارۍ لپاره يې په پاکستان کې نظامي زده کړې کړې او د همدې هېواد له خوا وسله وال شوي وو.
نن د بلخ د سولې د عالي شورا له کمېسيون سره د قوماندان ازاد خان په ګډون د دغه ولايت دوولس وسله وال طالبان يوځای شول.