مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-20   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار : ( نی ) د اخلاقي ژورناليزم د اصول نامې دپاره د حوزې خبريالان سره راټول کړه .

لودين
د ازادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره (نی) غواړي، د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې د تهديدونو د مخنيوي لپاره د اخلاقي ژورناليزم تر سر ليک لاندې يوه واحده اصول نامه جوړه کړي. د دغې اصول نامې د بشپړيدو لپاره به د ټول هيواد ژورنالستان نظرونه ورکوي، چې په کندهار کې د ټولې حوزې په کچه دا کار ترسره سو. په کندهار کي د نی ادارې مشر عبدالسميع غيرتمل ، د کندهار پريس کلب مشر سيدسرور اماني ، د هلمند پريس کلب مشر زين الله ستانکزي او يو شمير نورو ويناوالو په خپلو ويناوو کي ټينګار وکړ ، چي ، لومړی بايد خبريالان د ژورناليزم قانوني ټکو او اخلاقي اصولو ته پآملرنه وکړي. نوموړو زياتو کړه چي د دولت د ملکي او نظامي ادارو مسوولين او وياندويان هم بايد وپوهول سي ، چي خبريالانو سره په مسلکي ډول معلومات او رښتيني حقيقتوته شريک کړي . وروسته ګروپي کار وسو ، چي پر مهال يې د کندهار ، هلمند ، ارزګان او زابل ولايتونو ټولو خبريالانو خپل نظرونه وړاندي او د نی ادارې له ځانه سره ياداښت کړه او وروسته يې د کابل مرکزې دفتر ته ليږي چي وروسته به د هيواد په کچه د يو لوی کنفرانس پر مهال واحده اصول نامه ترتيبيږي . په وروستيو کي د نی ادارې دا نوښت وستايل سو او هيله وښودل سوه چي عملي بڼه به خپله کړي . د کندهار نی ادارې مشر عبدالسميع غيرتمل وايې چي ، معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې په کندهار کې د يوه کميسيون پر جوړيدو کار کوي، چې له مخې به يې ټول دولتي ارګانونه خبريالانو ته معلومات په لاس ورکوي. نی زياتوي تير کال په هيواد کې د خبريالانو پر وړاندې (۹۵) د تاوتريخوالي پيښې ثبت سوي دي، چې يو شمير يې د خبريالانو د غير مسلکي کړنو له امله ښودل سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery