مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نړیوال بانک په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ دوه سترې پروژې تمویلوي

احمد فیصل
سرچینه : د همیانۍ ورځپاڼه
نړیوال بانک د اوبو د مدیریت او د انرژۍ د تولید په برخو کې له افغانستان سره ۱۲۸ میلیونه ډالره مرسته کوي. د دې مرستې هوکړه لیک پرون د افغانستان د مالیې د وزیر اکلیل احمد حکیمي او په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشر (رابرټ باب سام) ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو. د مالیې وزیر اکلیل احمد حکیمي وویل چې دغه پیسې د افغانستان د بیا رغونې د صندوق له لارې چې د نړیوال بانک له خوا اداره کېږي، په افغانستان کې د اوبو د تنظیم او د انرژۍ د تولید پر دوو جلا پروژو لګول کېږي. حکیمي زیاته کړه، د حکومت پالیسي دا ده چې د عصري سیستمونو په کارونې سره د افغانستان له هر څاڅکي اوبو څخه اغېزناکه او ګټوره استفاده وشي. د هغه په وینا د ۱۲۸ میلیونو ډالرو له جملې به ۴۵ میلیونه د کروندې د اوبو د تنظیم او پاتې ۸۳ میلیونه به د انرژۍ د تولید په برخه کې ولګول شي. نوموړي وویل چې د برېښنا د سکتور لپاره ځانګړې شوې دغه مرسته به د نغلو برېښنا د ظرفیت لوړونې او د بند د کاسې د پاکولو په برخه کې ولګول شي. حکیمي دواړه پروژې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او زیاتوي چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. په غونډه کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وویل چې د کروندې د اوبو د مدیریت دغه پروژه سږ کال پیلېږي او تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې دوام کوي. ضمیر په هېواد کې د اوبو لګونې د شبکو بیا رغونه، ظرفیت لوړونه، د اوبو لګونې د انجمونونو جوړول، له اوبو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره د نوې ټکنالوژۍ معرفي کول او د کرنیزو ځمکو هوارول؛ د دې پروژې اساسي برخې وبللې. د کرنې وزیر وویل، په پام کې ده چې د پروژې په څلور کلنه موده کې په ټول هېواد کې د اوبو لګونې ۱۲۰ شبکې ورغول شي او ۱۷۵ نورې شبکې به طرح او ډیزاین شي. د نوموړي د معلوماتو له مخې د اوبو لګونې د ۱۲۰ شبکو په جوړېدو سره به ۲۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د دې ترڅنګ، ۳ زره هکتاره هغه کرنیزه ځمکه چې اوبه نه لري، د پروژې په بشپړېدو سره به تر پوښښ لاندې ونیول شي. ضمیر زیاته کړه، چې د اوبو لګونې د یادو شبکو په جوړېدو سره په هېواد کې د اوبو د ۱۵ سلنه ضایع کېدو مخه نیول کېږي او په کرنیزو محصولاتو کې به ۱۵ سلنه زیاتوالی هم راشي. د هغه په خبره د پروژې د پلي کېدا په ترڅ کې به د نارینه وو او ښځو په ګډون ۱۵ زره افغانانو ته د کار زمینه هم برابره شي. په غونډه کې په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر رابرټ باب سام وویل چې د افغانستان د بیا رغونې صندوق د افغانستان له سترو مالي تمویلوونکو سرچینو څخه دی چې د ۳۴ هېوادونو له خوا ور سره مرسته کېږي او د نړیوال بانک له خوا مدیریت کېږي. هغه وویل چې دغه صندوق د افغانستان د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو لکه د دولت دعادي لګښتونو، د بېوزلۍ د کمولو، اصلاحاتو او پراختیايي چارو د تمویل ملاتړ کوي. نوموړي دغه مرسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د دومداره همکارۍ یوه بېلګه وبلله. رابرټ سام د نغلو د برېښنا کوټ رغونه په افغانستان کې د برېښنا د سکتور د تقویې په برخه کې مهمه وباله او ویې ویل، چې د افغانستان د برېښنا سکتور پر وړاندې لویه ننګونه د فزیکي جوړښتونو، د ساتنې او څارنې او تجهیزاتو نشتوالی دي. هغه وویل چې د ۲۰۱۵ کال د یوې سروې له مخې د افغانستان له ۲۵ تر ۳۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري چې هغه هم تر ډېره تر ښاري سیمو پورې محدوده ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery