مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د پکتیکا د برمل خلک: که حکومت د پاکستان جوړ شوي تاسیسات ونه نړوي، موږ به خپله دغه کار وکړو

احمد فیصل
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي خبرداری ورکوي که حکومت د پاکستان له خوا جوړ شوي تاسیسات ونه نړوي دوی به خپله دغه کار وکړي. دوی د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د پوځي تاسیساتو جوړول د نړیوالو اصولو خلاف کار بولي او له حکومت څخه غوښتنه کوي ژر تر ژره د دغو تاسیساتو په اړه خپل دریځ روښانه کړي. د برمل اوسېدونکي وایي، د پاکستاني تابعیت د منلو په مقابل کې به هېڅ ډول امتیازاتو ته غاړه کې نه ږدي خو له حکومت څخه غواړي چې د دې ډول دسیسو د شنډولو لپاره هلته د خلکو ژوند ته پام وکړي. د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په انګور اډه سیمه کې د پاکستان د پوځ له خوا د تاسیساتو او دروازې له جوړولو وروسته هم افغان حکومت چوپه خوله دی او پاکستاني پوځیان پر خلکو فشار راوړي چې په جوړه کړې دروازه تګ راتګ وکړي. دارنګه د سیمې اوسېدونکو له دې مخکې کابل نیوز ته ویلي وو چې پاکستان له خلکو غواړي چې د پاکستان تابعیت واخلي او په مقابل کې یې د ژوند له ټولو اسانتیاوو برخمن کېږي. اوس د برمل او یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکو په یوه اعتراضیه غونډه کې د پاکستان له خوا په افغان خاوره تېری وغانده او خبرداری یې ورکړ چې د پاکستان هېڅ ډول غوښتنې ته به غاړه کې نه ږدي. اعتراض کوونکو د پاکستان دغه کار د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وباله او دغه هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنې تورن کړ. د پکتیکا اوسېدونکو تور پورې کړ چې افغان حکومت په دې برخه کې چوپه خوله دی او د پاکستان د دغه ښکاره تېري مخه نه نیسي. د پکتیکا اوسېدونکي وایي پاکستان له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې کرښې ته نږدې پراته خلک د یو لړ امتیازاتو په بدل کې ورخپل کړي. دوی له افغان حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره هلته د خلکو د ژوند د ښه والي او عامه خدماتو د رسونې په برخه کې لاس په کار شي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ یوازې د پاکستان دغه کار غیر قانوني بولي. دغه اعتراضونه داسې مهال دي چې تر دې وړاندې په ځلونو رسنیو راپورنه خپاره کړل چې پاکستاني پوځيان د برمل په انګور اډه کې د تاسیساتو پر جوړولو لګیا دي خو د تاسیساتو له بشپړېدو سره سره هم افغان حکومت چوپه خوله دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery