دخپریدو نیټه : 2016-02-16 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په کندهار کي د ګوزڼ په وړاندي د واکسين کمپاين پيل سو .
نسيم کندهاری
په کندهار کي د ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندي درې ورځني کمپاين پيل سو او پر مهال به يې يو اعشاريه شپږ ميليونه هغه ماشومان چي عمرونه يې تر پنځو کلنو کم دي واکسين کړل سي .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د کمپاين د پيل پر مهال پر ټولو خلکو ږغ وکړ ، چي د دې ملي پروسې سره همکاري وکړي
د کندهار د عامي روغتيا رياست مرستيال ډاکټر احمدالله فيضي خبريالانو ته وويل ، چي دا پروګرام په ليري پرتو ولسواليو کي هم په ښه ډول روان دی او زياتوي چي په جګړه کي ښکيلو غاړو د امنتي ستونزو د ليري کولو ژمنه ورکړې ده .
د دې کمپاين پر مهال په کندهار کي يوازي ( ۵۳۲۰۰۰) ماشومان واکسين کيږي .
د يادوني وړ ده چي روان کال په کندهار کي د ګوزڼ مثبتي پيښي يوازي يوه ده .