دخپریدو نیټه : 2016-02-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
حکمت خلیل کرزی: ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له بدنامه لېسته وباسي
احمد فیصل
افغان حکومت وايي، ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له هغه بدنامه لېست نه وباسي چې ویل کېږي په لیکو کې یې ماشومان جذب کړي دي. د بهرنیوچارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي دغه غوښتنه پرون په کابل د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي څخه د ګډې خبري غونډې پرمهال وکړه.د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي استازی د ماشومانو د حقونو د خودیتوب په برخه کې د افغان حکومت اقدامات ستايي خو وايي، لا هم ډيرو نورو هڅو ته اړتیا شته. افغانستان او په خاصه توګه افغان ځواکونه په ۱۳۸۹کال کې د ملګروملتونو په هغه بدنامه لېست کې شامل شول چې ویل کېږي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې له قانوني سنه ښکته ماشومان جذب کړي دي. اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرملګرو ملتونو غږ کوي چې په دې برخه کې یې جدي اقدامات کړي او باید نوم یې له دغه لېسته وایستل شي.