مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-19   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

ګلاب منګل:د پاکستاني پوځیانود را اوښتلو موضوع به له نږدې وڅېړو.

سید سلام
د افغان دولت د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد ګلاب منګل دا څرګندونې هلمند ولایت ته د یوه رسمي سفر پر مهال وکړې. محمد ګلاب منګل او ورسره پلاوي یې نن د ۱‍۳۹۴ لمریز کال دسلواغې میاشتې په ۳۰ مه نېټه دې ولایت ته سفر وکړ. له سرحدونو او قبایلو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هلمند ولایت ته د محمد ګلاب منګل د سفر موخه د ټاپي پروژې د پلې کېدلو په لپاره ولسي ملاتړ تر لاسه کول دي. سرچینه دغه راز کاږي، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر به په دې ولایت کې د پاکاستانیو پوځیانو د مداخلې په اړه هم څېړنې وکړي. محمد ګلاب منګل د هلمند له والي اویو شمېر نورو سیمه یزو چارواکو سره په کتنه کې وویل: ((د قومي مشرانو او ولسي جوړښتونو له ملاتړ پرته د هرې پروژې پلي کېدل ستونزمن دي، موږ باید له عام ولس او امنیتي ځواکونو سره ګډ کار وکړو، ترڅو دغه ستره ملي اقتصادي پروژه له کوم خڼد پرته تطبیق کړو.)) د هلمند له والي ښاغلي مېرزاخان رحیمي له یاد پلاوي سره د کتنې پر مهال دوی ته هر کلی ووایه او زیاته یې کړه چې دې ولایت ته به د یاد لوړپوړي دولتي پلاوي سفر ډېرې لاسته راوړنې ولري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery