مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستان خپل یو شمېر دولتي شرکتونه خرڅوي

احمد فیصل
پاکستان په دغه هېواد کې د اقتصادي عوایدو د نشتوالي او پورونو د ډېرېدلو له امله مجبور شوی دی چې خپل یو شمېر دولتي شرکتونه خرڅ کړي.‌ رویټرز خبري اژانس وایي چې،‌ د پاکستان د اوسپنې میلونه یو له هغو شرکتونو څخه دی چې حکومت د خرڅولو له پاره وړاندې کړی دی خو پېرودونکی ورته نشي پیدا کولی.‌ اژانس زیاتوي چې،‌ یو وخت دغه میل د پاکستان د اړتیا وړ نیمایي اوسپنیز توکي تولیدول خو اوس په پورونو کې ډوب او د کراچۍ د ښار په لمنو کې په ټپه ولاړ دی.‌ د پاکستان د اوسپنې میلونه شرکت ۳.۵ زره میلیونه ډالر پوروړی دی او هره اونۍ پنځه میلیونه ډالر تاوان کوي.‌ د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ کال کې دغه شرکت ته ۲ زره میلیونه ډالر ور تزریق کړل چې که په خپل حال یې وساتي خو بیا هم پاتې راغی او اوس د پاکستان د خصوصي سکټور اداره وایي چې نشي کولی چې نورې پیسې پرې ولګوي.‌
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery