مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-23   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ايوبي : د پنجوايي امنيت سم خو د پوهني بهير دردوونکی دی .

benawa afghanistan
لودين
د ولسي جرګې غړی عبدالرحيم ايوبي د دې ولسوالۍ ليري پرتي سيمي زنګي اباد ته ولاړ ، هغه د خلکو ستونزو ته په کتو سره د پوهني بهير خورا دردوونکی وباله او په دې برخه کي يې مرکزي اداره د کندهار سره په توپيريز چلند تورنه کړه .
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د پوهني بهير له ستونزو ډک دی او ماشومان په سړه هوا کي تر ونو لاندي او د کورنو د ودانيو پر بامونو باندي زده کړي کوي . په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازی عبدالرحيم ايوبي دا حالت دردوونکی بولي ، د پوهني رياست په دې برخه کي مرکز په ناغيړي او نه پآملرنه تورنوي . پنحوايي دا مهال يوه امنتي ډاډمنه ولسوالي ده ، خو نوري چاري پکښي د ستونزو ډکي دي . دلته د پوهني بهير زيات دردوونکی دی ، ښوونځي ودانۍ نه لري ، زده کوونکي تر شنه اسمان لاندي يخ او ګرمۍ ته زده کړي کوي ، درسي توکي يې کم دي او د تيرو اووه مياشتو راهيسي يې ښوونکو ته معاشونه هم نه دي ورکړل سوي . د ولسي جرګې غړی عبدالرحيم ايوبي د دې ولسوالۍ ليري پرتي سيمي زنګي اباد ته ولاړ ، هغه د خلکو ستونزو ته په کتو سره د پوهني بهير خورا دردوونکی وباله او په دې برخه کي يې مرکزي اداره د کندهار سره په توپيريز چلند تورنه کړه . ايوبي وويل ، چي مرکزي ادارې هر وخت د کندهار سره سيمه ايز او توپيريز چلند کړی دی ، چي له امله يې د خلکو ستونزي ورځ تر بلي زياتيږي . ايوبي وويل ، چي دا موضوع به د مرکزي چارواکو سره جدي نيسي . د کندهار د پوهني رييس اينجينر عبدالقادر پيوستون وايې ، چي د ودانيو د جوړيدو ، د ښوونکو د تنخواګانو او د درسي توکو او کتابونو د کمبود په اړه يې په وارو وارو وزارت ته پيشنيهادونه ليږلي دي خو هغوی تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی . نوموړی وايې ، رياست چي څومره امکانات لري هغه يې هغه يې نه دي سپمولي او د ښوونکو د معاشونو په اړه يې وايې ، چي ادارې يې د کندهار په کچه ( ۱۳۰۰ ) تنه ښوونکي په حق الزحمه نيولي خو تر اوسه يې منظورۍ نه دي راغلي او له دې امله يې تنخواګاني هم نه دي اجرا سوي . پنجوايي ټولټال ۴۵ بابه ښوونځي لري چي شل يې تړلي دي ، دلته پخوا ناامني لويه بهانه وه خو اوس مهال په ټوله ولسوالي کي امنيت په بشپړ ډول تامين دی . د ولسي جرګې غړي عبدالرحيم ايوبي د ولسوالۍ ملکي او امنتي چارواکو ته د ښو دندو د اجرا کولو په بدل کي ستاين ليکونه هم ورکړل .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery