مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د راکټ د توغول شوې مرمۍ له کبله په کونړ کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

احمد فیصل
چارواکي وايي، د کونړ په مروره ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو راکټ مرمۍ توغول شوي، چې له کبله يې يوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او د ښځو په ګډون اته تنه نور ټپيان شوي دي. د کنړ والي وحيدالله کليمزی وايي، ياد راکټونه پرون د غره له لوري د نامعلومه وسله والو لخوا توغول شوي دي. کورنيو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا راکټونه مخالفينو د مرورې ولسوالۍ د لرکلي او برکلي په سيمو کې د هستوګنو پر کورونو توغولي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery