مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-29   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د کرکټ دپاره د نړيوال لوبغالي د بنسټ ډبره کيښودل سوه .

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
د کرکټ لوبي پر دې ميدان د تيرو پنځو کلنو راهيسي ناندري رواني وي او مرکزي ادارو خنډونه جوړول ، چي بالاخره يې د منظورۍ چاري بشپړي او نن يې د بنسټ ډبره کيښودل سوه .
په کندهار کي د هندوستان هيواد په مالي مرسته د کرکټ لوبي دپاره د نړيوال او معياري ميدان د جوړيدو چاري پيل سوې. دا ميدان په څلويښت جريبه ځمکه کي د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د يوه کال په موده کي جوړيږي . د کرکټ لوبي دپاره دا جوړيدونکی ميدان نړيوال دی او مالي لګښت يې يو ميليون امريکايي ډالره دی چي هندوستان يې ورکوي ، د ميدان د کار د پيل په مراسمو کي د کابيني غړو ، د کرکټ بورډ مشرتابه او د کندهار سيمه ايزو مسوولينو ګډون کړی وو . د کرکټ بورډ مشر نصيب الله دانش خبريالانو ته وويل ، چي د ميدان جوړيده خورا معياري دي او ور سره تر څنګ به د کرکټ لوبي د لوبغاړو د روزني دپاره کرکټ اکاډمي هم وي . د لوبغالي د کار د پيل دپاره تشريفاتي غونډه هم جوړه سوي وه ، د هند سفير د ورزش په برخه کي افغانانو ته د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ ، کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي او د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د هندوستان او افغانستان اړيکي تاريخي وبللې او زياته يې کړه چي هندوستان هر وخت او په هر ډول حالاتو کي د افغانستان لاسنيوی کړی دی . د کرکټ لوبي پر دې ميدان د تيرو پنځو کلنو راهيسي ناندري رواني وي او مرکزي ادارو خنډونه جوړول ، چي بالاخره يې د منظورۍ چاري بشپړي او نن يې د بنسټ ډبره کيښودل سوه .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery