مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

راپورونه: زابل او غزني ته له عراق او سوریې داعش وسله وال راغلي

احمد فیصل
راپورونه وايي، له عراق او سوریې سلګونه داعش وسله وال زابل او غزني ولایتونو ته راغلي دي. ددغو ولایتونو د ولایتی شورا غړي وایي، ډېری هغه داعشیان، چې په عراق او سوریه کې د پاکستان په ملاتړ جنګېدل، اوس د زابل په نوبهار، دایچوپان او میزان او د غزني په ګیلان او ناوې ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي. دوی د دغو وسله والو پر وړاندې د حکومت چوپتیا د اندېښنې وړ بولي او وايي، دغه وسله وال له همدې ځایه راتلونکې پسرلنۍ جګړې ته تیاری نیسي. د ملي دفاع وزارت مسوولان په زابل او غزني کې د دغو ډلو کوچني فعالیتونه تاییدوي، خو ټینګار کوي چې د ځپلو په موخه یې د افغان ځواکونو عملیات روان دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery