مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

غني او اوباما د ویډیو کنفرانس له لارې پر افغان سولې وغږېدل

احمد فیصل
ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغان سولې په باب خبرې کړي. سپینه ماڼۍ وایي اوباما د دغه ویډیو کنفرانس له لارې له طالبانو سره د سولې په موخه د اشرف غني هلې ځلې وستایلې. سرچینه زیاتوي، اوباما غني ته ډاډ ورکړ، چې امریکا د سولې په روانه پروسه کې د افغان حکومت ملاتړې ده. نوموړي زیاته کړې، د سولې دغه پروسه کولای شي چې پر افغانستان سربیره په سیمه کې دایمي ثبات رامنځته کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery