مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-05   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

زابل : په نوې بڼه بهرني وسله وال پيدا سوي دي .

benawa afghanistan
لودين
د ولسوالۍ ولسوال محمد ظريف هم د ځايي اوسيدونکو د دې خبري پخلی کوي او وايې چي دا بهرني جنګيالي په غرنيو سيمو کي اوسي او تر اوسه يې پر يوه امنتي پوسته وسله واله حمله هم کړې ده .
د زابل ارغنداب ، ميزاني او خاک افغان ولسواليو ته سلګونه ناپيژاند بهرني جنګيالي راغلي دي او هلته د جنګ نوي مرکزونه جوړوي ، ځايي اوسيدونکي وايې چې هغوی په بهرنيو ژبو خبري کوي ، ښځي هم ورسره دي او په خورا پرمختللو وسايطو او وسلو مجهز دي . د ولسوالۍ ولسوال او د ولايتي شورا مشر هم د دې خبري پخلی کوي ، خو د زابل والي وايې چې په دې اړه يې پلټني پيل کړي دي . د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي وايې ، چي دلته په نوې بڼه بهرني جنګيالي پيدا سوي دي او دا مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون په دوه سوه کورونو کي ځای پر ځای سوي دي . اوسيدونکي وايې چي هغوی بهرنيان دي خو کلتور او لباس يې پاکستانيانو ته ورته دی او خبري هم په بهرنيو ژبو کوي. د ولسوالۍ ولسوال محمد ظريف هم د ځايي اوسيدونکو د دې خبري پخلی کوي او وايې چي دا بهرني جنګيالي په غرنيو سيمو کي اوسي او تر اوسه يې پر يوه امنتي پوسته وسله واله حمله هم کړې ده . د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان حق بيان وايې چې بهرني وسله وال د ارغنداب تر څنګ په ميزانه او خاک افغان ولسواليو کي هم ځای پر ځای سوي دي ، نوموړی وايې چې هلته ورغلو بهرني جنګياليو خلکو ته ځانونه د القاعده د ډلې اړوند ښودلي دي . د زابل والي محمد انور اسحاقزی وايې ، چي په دې اړه دوی ته هم راپورونه رسيدلي دي ، خو د پلټني او روښانيتا دپاره يې امنتي جلسه را بللې ده ، په وينا يې چې د معلوماتو تر بشپړولو وروسته رسنيو ته بشپړ معلومات ورکوي . د زابل ليري پرتي ولسوالۍ اوس هم د دولت له ولکي وتلي دي ، تير کال هلته د داعش وسله وال هم پيدا سوي وه چي د طالبانو سره تر جګړو وروسته يې فعاليتونه پيکه او له سيمي ووتل .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery