مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-05   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کابل په امنه سیمه نوي ښار کې پر ترکانو برید کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

احمد فیصل
د کابل ښار په خورا خوندي او امنه سيمه نوي ښار کې پر بهرنيو وګړو چې ويل کيږي ترکان دي بريد شوی. راپورونه وايي، برید تېر ماخوستن د نوي ښار په حاجي یعقوب څلور لارې کې شوی. عیني شاهدانو ویلي، بهرني وګړي له یوه مارکېټ څخه د راوتو په حال کې و، چې وسله والو پرې ډزې وکړې. د کورنیو چارو وزارت سرچینو پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دغه برید کې یو ترکی وګړی او یو افغان وژل شوي او درې ترکان ټپیان دي. د ویلو ده، چې پرون په ورته بله پېښه کې په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت یو قراردادی کارکوونکی هم وژل شوی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery