مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت: د سولې مخامخ خبرې تر نامالومې نیټې وځنډیدې

احمد فیصل
چارواکي وايي، له طالبانو سره د افغان دولت د استازو مخامخ خبرې تر نامالومې نیټې وځنډېدې. د اجرايه رياست د وياند مرستيال جاوېد فيصل وايي، افغان حکومت د سولې مخامخ خبرو پيلولو کې کومه ستونزه نه لري او څلور اړخیز بهیر هم هڅه کوي، چې د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي. جاوېد فیصل وايي، چې په دغو خبرو کې د طالبانو د نه ګډون تر اعلان وروسته اوس دغه خبرې تر نامالومې نیټې وځنډېدې. له بلې خوا امريکا هم طالبانو ته ګواښ وکړ، چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي، که نه نو د امریکايي او افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery