مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چین: د افغان سولې بهیر تر بریالي کېدو به خپلو پېل کړو هڅو ته دوام ورکوو

احمد فیصل
چین د افغان سولې مخامخ خبرو د بیا پېلدو هیله څرګنده کړه. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند هانګ لي په بیجینګ کې خبریالانو ته ویلي، دوی هیله من دي، چې د افغان سولې خبرې بیا پېل شي. نوموړي د دې پوښتنې په ځواک کې چې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو کې ګډون رد کړ اوس د څلور اړخیز بهیر د غړي په توګه د چین مسؤلیت څه دی وویل: بیجنګ د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلو پېل کړو هڅو ته تر هغو دوام ورکوي، چې پایله ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز زیاته کړې، چې هېواد یې له افغان حکومت او خلکو سره د همکارېو پراخه مخینه لري او له خپل ګاونډي افغانستان سره نورو مرستو ته هم ژمن دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery